افغانستان 12 سنبله 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو ویاند: اسراییل په هیڅ صورت نه په رسمیت نه‌پیژنو

په دوحه کښې د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند ټینګار وکړ په افغانستان کښې د دغې ډلې موقت حکومت د صهیونیسټ رژیم په رسمیت پیژندو اراده نه لری.

memaarpress.com

د معمار وحدت خبری اژانس د راپور له مخې: د فلسطین د معا خبری اژانس د رپوټ له مخې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت او د صهیونیسټي رژیم ترمینځ د اړیکو د عادي کولو د امکان په هکله د فلسطین له مسئلې څخه د دغې ډلې په ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه په ​​دې باره کښې وویل له قدس څخه د ملاتړ په اړه د طالبانو دریځ روښانه او پرېکنده دی او هغه څه چې صهیونیسټ رژیم د فلسطین په خاوره کښې ترسره کوی ظلم دی او طالبان یې نه مني.

نعیم په دوام وویل: د اسرایلو په رسمیت پیژندل او یا ورسره د اړیکو ټینګول په هیڅ ډول مطرح نه دي او دا د طالبانو په سیاست کې ځای نه لري.

هغه ټینګار وکړ: د طالبانو سیاست په ټولو چارو کې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په رڼا کې پرمخ ځي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *