افغانستان 08 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران ځانګړی استازی: له طالبانو سره سرحدي شخړې د امریکا شرارتونه وو

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، ایران به تر هغو طالبان په رسمیت ونه پیژني، څو چې په افغانستان کې یو جامع حکومت نه وي جوړ شوی، خو خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي قمي زیاته کړه چې ایران نه غواړي چې افغانستان د دښمنانو لپاره خالي پاتې شي.

هغه زیاته کړه، طالبان لا هم په سرحدي پوستو کې ځواکونه نه لري او ایران یوازې د دواړو هېوادونو د پولو امنیت برابروي.

قمي له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې ایران له طالبانو سره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتې د امریکا د هغو شرارتونو له امله شوې چې غوښتي ایران په افغانستان کې ښکېل کړي.

د ایران ځانګړي استازي د دواړو هېوادونو د پولو په اړه وویل: هغه طالبان چې واکمن دي لا هم په پوستو کې پوځيان نه لري، یونیفورم نه لري. که د ایران اسلامي جمهوریت په یو اړخیزه توګه په سرحدونو کې امنیت ټینګ کړي، دا کومه ستونزه نه ده، موږ باید دا کار وکړو.”

هغه زیاته کړه، که ايران له طالبانو سره همکاري ونه کړي، نو د دواړو هېوادونو پر پولو به امنيتي ګواښونه زيات شي او د افغان کډوالو يو زیات شمیر به ايران ته ولاړ شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *