افغانستان 07 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په تېره یوه اوونۍ کې د ترکیې له خوا ۱۸۴۷ افغان کډوال شړل شوي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانانو په ګډون ۷۳ زره او ۸۳۶ غیر قانوني کډوال خپلو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۸۴۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې دغه افغانان چې په “ناقانونه توګه” ترکيې ته داخل شوي وو، نيول شوي او بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

له بلې خوا د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې هېواد ته د ۲۰۰۸۹۷ پناه غوښتونکو په غیر قانوني توګه د ننوتو مخه نیولې ده.

د راپورونو له مخې ډېری افغانان اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره په ناقانونه توګه له پولو تېرېږي، خو ډېری یې نیول کېږي او تر شکنجې وروسته بېرته افغانستان ته استول کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *