افغانستان 07 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملا یعقوب: ۶۰ چورلکې ترمیم شوې او الوتنې ته چمتو دي. ډرون الوتکې له پاکستانه واردېږي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزیر څرګندونې د سنبلې په شپږمه نېټه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې او ویې ویل، په تېر یو کال کې شاوخوا ۶۰ چورلکې ترمیم او الوتنې ته چمتو شوې دي. ملا يعقوب په دې خبري غونډه کې وويل چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته واردیږي.

ملا يعقوب هغو چورلکو ته په اشارې سره چې تېر کال د هوايي ځواک له خوا نورو هېوادونو ته لېږدول شوې، وايي چې کابل ته يې د بېرته ستنولو هڅې دوام لري او “موږ به دغه الوتکې نپریږدو.”

د ملا یعقوب په وینا، د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې امریکايي دي. نوموړی د امریکا دغه اقدام د افغانستان پر خاوره تېری ګڼي. د طالبانو د دفاع وزارت مشر وايي، پاکستان پر افغانستان د برید لپاره امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته خپل هوايي حریم ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزیر په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله او ویې ویل چې د طالبانو د پوځ شمېر ۱۵۰ زرو ته رسېدلی دی. هغه ټینګار وکړ چې د لیکو د پاکولو او د لا زیاتو ځواکونو د ګمارلو لړۍ روانه ده.

ملا یعقوب څرګنده کړه چې طالبانو ۸ سرحدي لواګانې جوړې کړې او په هره لوا کې یې ۳۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *