خبرونه 07 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د تاجکستان د ولسمشر خبرې

د تاجکستان ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. تاجکستان په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کډوال شړلي دي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د تاجکستان ولسمشر اعلان وکړ چې امام علي رحمان په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

د تاجکستان ولسمشر ویلي، چې نړۍ باید په اوسني ستونزمن حالت کې د افغانستان “رنځور” خلک یوازې پرې نه ږدي.

د تاجکستان د ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره خپلې لوژستیکي وړتیاوې نړیوالې ټولنې ته وسپاري.

د تاجکستان د ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دغه هېواد حکومت لا هم د افغان کډوالو په شړلو بوخت دی.

له تاجکستان څخه د کډوالو د جبري اخراج په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې له حکومته وغوښتل چې دغه بهیر ودروي.

داسې ښکاري چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د تاجکستان د مشر ترمنځ ټیلیفوني خبرې د افغان کډوالو د جبري اخراج د مخنیوي په موخه شوې وې.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *