افغانستان 06 سنبله 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

اشرف غني: په بهر کې هیڅ شتمني نه لرم، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي طالبان به له مقاومت سره مخ شي

اشرف غني له PBS سره په مرکه کې، چې له تېښتې وروسته یې دویمه مرکه ده، ټینګار وکړ، چې له افغانستانه د وتلو په ورځ «له ما سره هېڅ نه و او په بهر کې مې کومه شتمني نه لرم.» هغه به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته نه راګرځي او افغانستان د هر چا لپاره دی، د ده په وینا ټول خلک باید په هر څه کې شریک وي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې، ښاغلی غنی له «پی پی اس» چینل سره په خپله وروستۍ مرکه کې د طالبانو سرپرست حکومت ته په اشارې سره ویلی، طالبان نه شي کولای چي د ځپلو او له حقونو څخه د محرومیت او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د غږ د ردولو سیاست ته دوام ورکړي. که دا حالت دوام وکړي، د طالبانو له مقاومت سره د مخامخ کېدو احتمال ډېر دی.

هغه ټینګار وکړ چې “له ما سره هیڅ شی نه درلوده و او زه په بهر کې هیڅ شتمني نه لرم.”

ښاغلي غني دا هم وویل چې دی نه غواړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ستانه شي، خو د یوه افغان په توګه، هغه غواړي چې یو داسې افغانستان ته راستانه شي چې ټول خلک د افغانستان سره تړاو ولري.

هغه زیاته کړه چې غواړي یو داسې افغانستان ته راستانه شي چې ښځې، ځوانان او بې وزله خلک په هر څه کې برخه واخلي او بالاخره د افغانستان خلک هغه ثبات ترلاسه کړي چې دوی له لاسه ورکري دي.

ولسمشر غني هم له کابله د خپل تېښتې په اړه وویل چې د جګړې لپاره هېڅ ځواک نه وه پاتې شوي او داسې شرایط نه وه برابر شوي چې د ځان په قربانولو سره جمهوریت وژغورل شي.

غني د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې د ټرمپ د حکومت له رول پرته به طالبان نن دلته نه وای.

ښاغلی غني تورن دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د تېښتې پر مهال یې د افغانستان د مرکزي بانک له ذخیرو څخه ۱۶۹ میلیونه ډالره غلا کړي او بهر ته یې وړي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *