افغانستان 29 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

قطر: که له طالبانو سره خبرې د افغانانو په ګټه پای ته ونه رسېږي، موږ به د طالبانو او نړۍ تر منځ له خپل منځګړتوب لاس واخلو.

د قطر حکومت وايي، که له طالبانو سره خبرې د افغانانو په ګټه پای ته ونه رسېږي، د منځګړي په توګه به له خپل رول څخه ووځي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ قطري چارواکو ویلي چې له طالبانو سره د خبرو یو هدف لري او هغه د افغانانو د ژوند ښه کول دي.

د دوی په وینا له طالبانو سره د اړیکو نشتوالی به په افغانستان کې د لا زیاتې مایوسۍ، فقر او افراطیت لامل شي.

دغه قطري چارواکو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې د اوس نه ژمنتیا به په داسې وخت کې د افغانانو د پرېښودلو په معنا وي چې دوی لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

دوی په افغانستان کې د قطر د حکومت د رول دفاع وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې په پای ته رسولو کې مهم رول لوبولی دی.

په هرصورت، د ډیموکراسۍ د دفاع د بنسټ څخه جاناتن شانزر او بل روجیو د هغه څه په اړه چي قطر افغان کډوالو ته پوروړی دی ادعا کوي چي د طالبانو جګپوړي مشران د قطر د حکومت په ملاتړ قطر ته تللي دي.

دوحه ادعا کوي، چې دا هر څه له امریکا سره په همغږۍ ترسره کېږي، چې دغه هیواد په وار وار یې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی او د دوی له مدني حقونو څخه هر ډول سرغړونې غندلې دي.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا تر اوسه شاوخوا ۸۰ زره کسان د قطر له لارې له افغانستانه ویستل شوي چې ډېری یې ولسي وګړي، ښځې او خبریالان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې له دوه کلنو خبرو اترو او د افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د قطر حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د منځګړي رول لوبولی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *