افغانستان 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د وال سټریټ ژورنال راپور: امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې نه خوشي کوي

وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشي نکړي.

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د امریکايي چارواکو په وینا، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د کنګل شوې پیسې په اړه خبرې اترې وځنډول شوې.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې په امریکا کې د طالبانو تر راڅرګندیدو وروسته کنګل شوې.

په دې وروستیو کې ویل شوي چې امریکا او طالبان د دغو زیرمو د خلاصون په اړه خبرې کوي.

ویل شوي چې امریکايي او طالب چارواکو خپل وړاندیزونه تبادله کړي دي چي د افغانستان د مرکزي بانک د ملیاردونو ډالرو زیرمې چې له هیواده بهر بندې دي، د اعتماد وړ امانتي صندوق ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې وروستیو کې په امریکا کې د بندو شویو اوو میلیاردو ډالرو له ډلې ۳.۵ میلیارده ډالر د افغانستان له خلکو سره د مرستې او پاتې نیمايي یې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د ځینو قربانیانو کورنیو ته د تاوان په توګه ځانګړي کړل.

سپینې ماڼۍ هغه وخت ویلي وو چې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو لپاره د ټاکل شویو پیسو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه به د محکمې په پرېکړې پورې اړه ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *