افغانستان 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د واکمنۍ یو کال; ملا برادر: ۲۴ د اسد پر باطل د حق د بریا ورځ ده

ملا عبدالغني برادر د اسد ۲۴ مه د باطل پر وړاندې د حق د بریا ورځ بولي او وايي چې د اسلامي امارت مجاهدین د نړۍ زبر ځواک او متحدین یې په ګونډو کړل.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت ارګ تیره شپه (۲۴ اسد) په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د بیا پیلیدو د یو کالیزې په مناسبت د ملا برادر پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي: « پوره یو کال وړاندې د اسد د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو کابل فتح کړ.»

د ملا برادر په پیغام کې راغلي دي: د لوی خدای (ج) په مرسته د افغانستان د مجاهد ولس د بې شمېره قربانۍ، سرښندنو او زحمتونو په پایله کې د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه د دغو اتلانو د وینو په بدل کې دغه ستره بریا را په برخه شوه. د دې وياړلې ورځې په مناسبت د افغانستان ټول مجاهد او ديني ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم.

ملا برادر په خپل پیغام کې ویلي چې په دې ورځ د حق پر باطل بريا شوه، د اسلامي امارت مجاهدینو د نړۍ زبرځواک او متحدین یې په ګونډو کړل او بالاخره افغانانو خپلواکي ترلاسه کړه او د دې ورځې په مناسبت زه مجاهدینو ته لارښوونه کوم چې د خپلو هېوادوالو د امنیت د ټینګښت لپاره لا زیاتې هڅې وکړي او هېڅکله خپل استقامت او حوصله له لاسه ورنکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت ټول مسؤلین باید له خپلو مسوولیتونو څخه خبر وي او خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي او خلکو ته د هوسا او ښه ژوند زمینه برابره کړي. له نېکه مرغه افغانستان اوس یو بشپړ خپلواک نظام لري، موږ غواړو له دې فرصت څخه په استفادې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښه سیاسي او اقتصادي اړیکې ولرو. او موږ هم غواړو چې دا اړیکې پیاوړې کړو، یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د ټولو په ګټه دی.

یو کال وړاندې د اسد د میاشتې په ۲۴ نیټه د طالبانو په لاس جمهوري نظام نسکور شو او په هیواد کې امارتي نظام حاکم شو چې په دې موده کې امارتي نظام او خلک له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *