افغانستان 26 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د مرستو لپاره ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، سږ کال په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره 172میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه سازمان نن (سه شنبه د اسد ۲۵) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه کورنۍ له یو بل ژمي سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وویل چې د دې ادارې کارکوونکي د ساعت د عقربې پر خلاف کار کوي چې د ژمي له رارسېدو مخکې په لرو پرتو سیمو کې خوراکي توکي ذخیره کړي.

دغه پروګرام زياته کړه چې د ژمي لپاره د چمتووالي لپاره په عاجله توګه ١٧٢ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

افغانستان د بهرنیو مرستو له بندېدو او له فعالیت وروسته له یوه بشري ناورین سره مخ شو. ویل کېږي چې اوس مهال نیمايي وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *