افغانستان 25 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: موږ د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن یو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ډاکټر رامیز الکباروف د سرپرست حکومت د لومړي وزیر له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې وویل، چې موږ له افغانانو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن یو

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ داسلامي امارت ارګ تیره شپه (۲۳ اسد) د يوي اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت د چارو اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو او بهرنیو ادارو له مسؤلینو سره د دولتي ادارو د مسؤلینو غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کلیو پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد ګډون کړی و.

مولوي عبدالسلام حنفي د دولت او د کورنیو او بهرنیو ادارو ترمنځ لازیاتې همغږۍ ته په اشارې سره وویل چې د کورنیو او بهرنیو ادارو د چارو د کنټرول او انسجام طرزالعمل د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم ترتیب شوی دی.

هغه وویل، دا کړنلاره به د سکتوري ادارو او موسسو ترمنځ کار اسانه کړي او روڼتیا به زیاته کړي او د فساد احتمال به له منځه یوسي.

د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد او د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له استازو سره خپل معلومات شریک کړل او ویې ویل چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، د روڼتیا او حساب ورکونې رامنځته کول د دولتي ادارو او بنسټونو له مهمو موخو څخه دي. او موږ باید په یو بل باور وکړو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال ډاکټر رامیز الکباروف په دې کتنه کې وویل چې موږ له افغانانو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن یو او له بدلون وروسته په افغانستان کې زموږ دوامدار حضور زموږ ژمنتیا ثابتوي.

ډاکټر رامیز الکباروف د دولتي ادارو او بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي هرکلی وکړ او ویې ویل، چې له مطالعې او ارزونې وروسته به په راتلونکو غونډو کې په دې اړه لازیاتې خبرې وکړو.

خبرپانه زياته کړه: د دغې غونډې په پاى کې په افغانستان کې د بنسټونو يو شمېر استازو له افغانانو سره د خپلو مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ سره بېکاري او اقتصادي ننګونې زیاتې شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *