افغانستان 24 اسد 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د شیعه ګانو د ستونزو د حل کمیسیون په حکومت کې د شیعه ګانو د شتون غوښتنه وکړه

د افغانستان د شیعه ګانو د ستونزو د حل لپاره د کمیسیون غړو د طالبانو د چارو د ادارې له مشر شیخ نورالحق انور سره وکتل او په حکومتی جوړښت کښې یې د شیعه ګانو د شتون غوښتنه وکړه

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت د چارو ادارې نن یکشنبه (۲۳ اسد) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې مولوي نورالحق انور پرون د «شیعه ګانو د ستونزو د حل کمیسیون» له استازو سره وکتل.

اعلامیه زیاتوي: د افغانستان د شیعه ګانو د ستونزو د هواري د کمیسیون غړو په دې غونډه کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د څپل د ستونزو په حل کې یې له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کمیسیون غړو له حکومت څخه وغوښتل چې شیعه ګانو ته په دولتي ادارو کې ونډه ورکړي او د یاد کمیسیون چې اوه ګوندونه لري پیاوړي او ملاتړ وکړي.

د اعلامیې له مخې؛ نورالحق انور د کمیسیون استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان له اسلامي امارت څخه د دوی د ملاتړ د اعلامیې قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د هیواد د ټولو اتباعو د حقوقو تامین ته ژمن دی او د خلکو له حقونو څخه دفاع خپل مسوولیت ګڼي.

هغه وویل چې په اسلامي امارت کې د افرادو ټاکنه د قوم، ژبې او مقام په اساس نه بلکې د اهلیت او اړتیا په اساس د اسلامي امارت د رهبر د لیدلوري په اساس کیږي.

د چارو ادارې عمومي رئيس د شيعه ګانو د ستونزو د حل لپاره د کميسيون د پياوړتيا او ملاتړ ډاډ ورکړ او د هغوى د اتحاد او اتفاق هيله يې څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا غړي وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له یو کلن واکمنۍ سره هم د افغانستان د شیعه ګانو غوښتنې نه دي پوره شوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *