افغانستان 13 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د هرات په جېمونو کې په لویانو او تنکيو ځوانانو یوځای سپورت‌کول منع شوي

په هرات کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست چارواکو د بدن‌جوړونې د مرکزونو مسوولینو ته امر کړی چې د لویانو او تنکیو سپورټ‌کوونکو لپاره جلا وختونه برابر کړي او په یو وخت یې د هغوی شتون منع اعلان کړی دی.

په هرات کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر ریاست چارواکو د بدن‌جوړونې د مرکزونو مسوولینو ته امر کړی چې د لویانو او تنکیو سپورټ‌کوونکو لپاره جلا وختونه برابر کړي او په یو وخت یې د هغوی شتون منع اعلان کړی دی.

دې ادارې په یوه وخت کې د تنکيو ځوانانو او لویانو شتون «تحریک‌کوونکی» بللی دی.

د طالبانو د امربالمعروف ریاست په هرات کې د بدن‌جوړونې روزونکو ته ویلي چې ورزشکاران دې په درېیو ګروپونو ووېشي، تنکي ځوانان، ځوانان او د پاخه‌ عمر لرونکي کسان.

دغه ریاست د جېمونو مالکینو ته دا هم ویلي چې ورزشکاران دې د تمرین پر مهال موسیقي نه اوري او نه باید د لمانځه پر مهال تمرين وکړي.

امربالمعروف ریاست بدن‌جوړونکو ته ويلي، چې د تمرین پرمهال باید د درېشي پرځای عادي جامې واغوندي.

د هرات د امربالمعروف ریاست مشر «شیخ عزیز الرحمان» وايي: “موږ باید هغه څه وکړو چې خدای تعالی پر موږ فرض کړي، نو باید چې ټول بدن مو پټ وي.”

د بدن‌جوړونه په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې خورا مشهوره شوې او په ښارونو کې یې ډېر جېمونه فعال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د پرله‌پسې محدودیتونو له امله د ورزشکارانو په ګډون ډېرو نویو ځوانانو هېواد پرېښی دی.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *