خبرونه 02 سرطان 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي مقاومت شورا: طالبان په بلخاب کې ملکي وګړي وژني، بلخاب ته د حقیقت موندنې نړیوال پلاوی واستول شي

د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت د شورا په نوم د سیاسي څېرو یوه ډله چې د هیواډ په بهر کې دي، طالبان په بلخاب کې د ملکي خلکو په "لیونئ ډول قتل عام" تورنوي.

د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت د شورا په نوم د سیاسي څېرو یوه ډله چې د هیواډ په بهر کې دي، طالبان په بلخاب کې د ملکي خلکو په “لیونئ ډول قتل عام” تورنوي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ دې شورا د سه شنبې په ورځ (د سرطان په ۷ مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو ځواکونو «سترې او شرموونکې تراژیدي» کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالب ځواکونو د بلخاب د جګړې په دویمه او درېیمه ورځ د بشریت ضد جنایتونه ترسره کړل، «دوي ملکي وګړو په لیونتوب ډول وژني, کورونو سوځوي او بې دفاع خلکو بې ځایه کوي».

د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت شورا وايي، عیني شاهدانو په بلخاب کې د ملکي تلفاتو شمېر لسګونو ته ورساوه. دا شورا ادعا کړې چې ځینې جسدونه لاهم “په سړکونو کې پراته دي او سړیدلي دي، او د دوی له امله د ناروغیو خطر مخ په ډیریدو دی”.

د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت د شورا په خبرپاڼه کې هم د عیني شاهدانو له قوله ویل شوي چې د “هوش” او “خالر پروشان” په کلیو کې چې اوسیدونکي یې په جګړو کې د طالبانو له خوا بې ځایه شوي وو، او د دغې ډلې له خوا اور ورته شوي, ویجاړ شوي، او لوټ شوي دي.

د افغانستان د نجات ملي مقاومت شورا پر بلخاب د طالبانو برید یو وحشیانه یرغل بللی دی او هغه يې محکوم کری دي. دغې شورا د بشري حقونو پر نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه وکړ چې ژر تر ژره دې سیمې ته یو پلاوی واستوي چې په بلخاب کې د جنګي جنایتونو څېړنه وکړي.

په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژنې او له بشري حقونو د سرغړونو پراخې ادعاوې خپرې شوې دي. د بشري حقونو سازمانونو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په دې وروستیو کې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو په ډزو یو شمېر ملکي وګړي وژلي او د ملکي خلکو کورونو ته یې اور ورته کړی دی.

په بلخاب کې د مخابراتي خدمتونو د بندېدو له امله د باور وړ معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن دی.

خو طالبان وايي، په بلخاب کې چاته ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *