د افغانستان فوټبال لوبډلې د آسیا د ملتونو جام ته د لارموندې چانس له لاسه ورکړ او پرون یې د هند لوبډلې پر وړاندې لوبه وبایلله.

دا لوبه چې د هند په کلکته کې وشوه، دوه د یو پر وړاندې د هند لوبډلې په ګټه پایته ورسېده.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند «فیروز مشعوف» تېر ماښام رسنیو ته ویلي، چې له بده مرغه افغان لوبډله ونه توانېده چې له هند لوبډلې دا مهمه لوبه وګټي او د آسیا د ملتونو جام ته لار پیدا کړي.

د هغه په وینا چې که څه هم د لوبې په دوهمه نیمايي کې افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو بیا یې هم ماتې وخوړه.

افغانستان په خپله لومړۍ مقدماتي مسابقه کې له هانګ کانګ سره تېره چهارشنبه مخامخ شو، چې هلته یې هم خپله لوبه یو د دوو پر وړاندې بایللې وه.

د افغانستان د فوټبال لوبډله به راروانه سې شنبه د کمبوډیا په وړاندې لوبه کوي.