افغانستان 13 ثور 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن له هند سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فوټبال ملي لوبډله به نن د اسیا جام د غوراوي سیالیو په دوام کې له هند سره لوبه وکړي.

دا د افغان ملي لوبډلې دویمه لوبه ده چې نن د غبرګولي په ۲۱ مه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره کېږي.

ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ‌کانګ ته ۲-۱ په توپیر وبایلله.

د هانګ‌کانګ لوبغاړو د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په منځني ډګر تر څېرمه د دوی لپاره له رامنځته شوې خلاصې فضا څخه په استفادې سره له درې دقیقو څخه په کمه موده کې دوه ګولونه ووهل.

د لوبې په ۸۰مه دقیقه کې «فرشاد نور» د هانګ‌کانګ په وړاندې یوازینی ګول وواهه، چې د افغان لوبډلې په ګټه تمام شو.

په دغو سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډله په D ګروپ کې ده او په همدې ګروپ کې د هند، هانګ‌کانګ او کمبودیا له لوبډلو سره لوبه کوي.

نویسنده
memmaradmin
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *